د پاکستان پوځي رژیم نن دوشنبه د بلوچستان بارکهان ولسوالۍ کې پر عامو لارویانو او ملکي وګړو هوایي بریدونه کړي، چې په پايله کې يې ۱۲ تنو ژوند بایللی او درې نور ټپيان شوي دي.
ځایي سرچینو ویلي، چې د قربانیانو په ډله کې درې مېرمنې، څلور سړي او پنځه ماشومان شامل دي.
ویل شوي، د پوځي رژیم ملېشو تر بریدونو وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګولی او د لا هم د خال خال ډزو غږونه اورېدل کېږي.
سرچینو دا هم ویلي، چې د پېښې ځای ته نږدې یو شمېر بلوڅ ځوانان لادرکه کړل شوي هم دي.
