Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د پخوانیو سیاستوالو چوپتیا؛ څوک او ولې چوپ دي؟
    سیاسي لیکني

    د پخوانیو سیاستوالو چوپتیا؛ څوک او ولې چوپ دي؟

    صابر افغانصابر افغان7 مارچ 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له څو ورځو راهیسې د افغانستان پر سپېڅلې خاوره د پاکستاني پوځي رژیم له لوري تېری کېږي او پر بې ګناه ملکیانو بمبارد کوي، ړندې مرمۍ اوروي او د ټولو اصولو په خلاف د افغانستان ارضي تمامیت نقضوي. افغان مېړنيو ځواکونو بیا په ننګیالۍ دفاع د هېواد د دغه بزدل دښمن تر زړه اسلام‌ اباد پورې ډرونونه رسولي، پر کرښه یې له مزدورو پوځیانو د ټوپک شپېلۍ نه ده اړولې، پر هر مورچل یې د ابابیل په څېر ور نازل شوي او د وخت د ابراهه لښکر یې تېښتې ته اړ ایستلی.

    په داسې یو تاریخي ازمایښت کې چې د هېواد د ارضي تمامیت لپاره سرښندنې روانې دي، د جمهوریت د سهامي شرکت د لومړۍ درجې هغو ګڼ شمېر چارواکو، چې دوه لسیزې یې پر هېواد د ننګ په نوم یوازې ستوني شکول او په همدې نوم یې ولس تېر ایسته، د دښمن پر بریدونو ژوره چوپتیا اختیار کړې. دا سکوت یوازې بې‌ تفاوتي نه ده، بلکې د ملت د هغې برخې پر باور د زهرجن تېغ وار دی چې د پردیو استخباراتي ګټو دا لوبغاړي یې د هېواد د واکمنانو په توګه منلي وو.

    اشرف غني، حمدالله محب، د کابینې هر کاره وزیران، لسګونه سلاکاران او نور هغه چارواکي چې پرون یې د هېواد پالنې کاذبې نعرې وهلې، نن چېرته دي؟ دوی چې د ارګ په چهاردېوالي کې یې د وطن د دفاع قسمونه خوړل، نن په بهرنیو هېوادونو کې په مجللو قصرونو کې ناست دي او د خپل هېواد پر حریم د برید ننداره کوي. د دوی سکوت دا په ډاګه کوي چې د دوی د پرون او نن سیاست یوازې د قدرت او شخصي ګټو لپاره و. هغه سیاستوال چې د خپل هېواد پر وړاندې د بهرني تېري پر مهال د مصلحت په نوم خوله ګنډي، په حقیقت کې له تېري‌ګرو سره همغږي شوي.

    عطا محمد نور، صلاح الدین رباني، عبدالرشید دوستم، یونس قانوني، احمد مسعود، احمد ولي مسعود او نور چې دا مهال هم تر بېلابېلو نومونو لاندې د ائتلافونو غړي دي، تل یې د پاکستان پر ضد د مقاومت ډنډورې غږولې، مګر نن ولې د مړژواندو غوندې چوپ ناست دي؟ ایا دا هماغه کسان نه وو چې ځانونه یې د هېواد یوازیني مالکین ګڼل؟ د دوی دا منافقانه پالیسي هغه شکونه یقیني کوي چې یا خو دوی په پاکستان کې خپلې ګټې او پټې پانګې لري او یا هم لا تر اوسه د شریر ګاونډي له استخباراتي کړیو څخه د فرصتونو برابرولو تمه لري. دوی د افغانستان پر ځای د خپلو تنظیمي او شخصي ګټو هیلې لري.

    د پارلمان او ولسي جرګې سلګونه پخواني غړي چې په شلو کلونو کې یې د قانون او ملي حاکمیت په نوم امتیازات اخیستل، نن د افغانستان پر ملي حاکمیت د بریدونو پر وړاندې چوپ دي. دوی دا څرګنده کړه چې پخواني شعارونه یې د هېواد او ولس لپاره نه، بلکې د موقفونو او شخصي ګټو لپاره وو. په دغسې حساسو شېبو کې «بې طرفي» په حقیقت کې له دښمن سره د ملګرتیا او د هغه د تائید په معنی ده.

    تاریخ او افغان ولس به هېڅکله د دوی دا ژوره چوپتیا هېره نه کړي. د افغانستان ولس اوس په دې پوه شوی چې د پرځېدلي جمهوریت واکمنان یوازې د شخصي ګټو پالونکي وو. هغه څوک چې نن د پاکستان د تېري پر وړاندې د افغان ځواکونو د دفاع ننګه نه کوي، هغوی که په هره جامه کې وي، له دې خاورې پردي دي. د دې مصلحت پالو او منافقو سیاستوالو نومونه به د افغانستان په تاریخ کې د هغو کسانو په لیست کې ولیکل شي چې پر خپل هېواد د پردیو په تېري راضي دي.

    مخکینۍ مقالهپنجاب کې د پټرولو په سر د شخړې له امله يو کس وژل شوی
    راتلونکي مقاله پاکستان کې د واکمن پوځي رژیم د پرځېدو شونتیا؛ د تېلو کمښت د لسګونه میلیونه کسانو غوسه راپارولې

    مربوطه لیکنې

    د ډیورنډ پر کرښه د باروتو نڅا؛ د اسلامي اقدارو پر وړاندې د استعمار وروستی مورچل

    6 مارچ 2026

    د پاکستان او مقاومت یووالی؛ تر کومې اندازې دوام کولی شي؟

    4 مارچ 2026

    د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جیوپولیټیکي معادلې بدلون

    2 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 7 مارچ 2026

    ايران اردن کې د امريکا ۳۰۰ ميليون ډالري رادار سیسټم له منځه وړی

    بلومبرګ امریکایي رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي له قوله خبر ورکړی، چې ایران اردن کې…

    د ننګرهار ولسونه: که اړتیا شي د وطن او اسلامي نظام د دفاع لپاره د ولسي لښکرو په توګه میدان ته را دانګو

    7 مارچ 2026

    پاکستان کې د واکمن پوځي رژیم د پرځېدو شونتیا؛ د تېلو کمښت د لسګونه میلیونه کسانو غوسه راپارولې

    7 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اردن کې د امريکا ۳۰۰ ميليون ډالري رادار سیسټم له منځه وړی

    7 مارچ 2026

    د ننګرهار ولسونه: که اړتیا شي د وطن او اسلامي نظام د دفاع لپاره د ولسي لښکرو په توګه میدان ته را دانګو

    7 مارچ 2026

    پاکستان کې د واکمن پوځي رژیم د پرځېدو شونتیا؛ د تېلو کمښت د لسګونه میلیونه کسانو غوسه راپارولې

    7 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،116 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،065 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،131 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.