یو څه چې د شر او فساد ډلو له تور او شرمېدلي تاریخ څخه څرګندېږي، دا دي چې د دې ډلو پلویانو هیڅکله د غرب او پردیو استخباراتي قدرتونو له ملاتړ پرته د مقاومت توان نه درلود او هیڅکله یې په خپله د یو کار کولو توان نه درلود.
که د شر او فساد د هر مشر ژوند ته وکتل شي، دا جوتېږي چې د هغوی د څو ورځنۍ واکمنۍ یوازینی دلیل د پردیو هېوادونو تابعیت او د هغوی د ګټو د خوندیتابه لپاره چوپړ و.
لکه دا تړاو چې د دې منفورو ډلو په وینه او ریښو کې ځای شوی وي او د افغانستان د خلکو د ملاتړ په نه شتون کې، د دوی د بقا راز له دوی څخه د پردیو په ملاتړ کې نغښتی دی.
هو! د شر او فساد د ډلو مشرانو لکه احمدشاه مسعود، د شوروي اتحاد د اشغالګرو په وړاندې د افغانانو د مقاومت پر مهال، د دې خاورې پر یوه برخه د خپلې بقا لپاره د بیلابېلو قدرتونو لکه امریکا، پاکستان، ایران، هند او د شوروي اتحاد د غلامۍ طوق په غاړه کړ.
د جمهوریت په وخت کې هم د شر او فساد د ډلو مشرانو که څه هم په ښکاره د خلکو د خدمتګارانو په نوم دولتي منصبونه ترلاسه کول، خو په حقیقت کې یې د خپل قدرت د دوام لپاره د بهرنیو هېوادونو او د سیمې د استخباراتي قدرتونو لمنې ته لاس غځاوه، د هغوی د ناوړه نقشو د پلي کولو په بدل کې یې خپله بقاء او دوام تضمین کاوه.
ددې بدنامو څهرو همدا خیانتونه او وطن فروشي د دې لامل شول چې د غرب ناولې دسیسې په دې هېواد کې عملي او د افغانستان د مظلوم ملت دین او دنیا له جدي ننګونو سره مخ شي.
اوس هم د دې ډلو سرلاري او پلویان افغانستان ته د بیا راتګ او په دې هېواد کې د خپل لوټ او تالان د بیا پیل لپاره هره ورځ د نوي بادار په وړاندې سر ټیټوي او د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره ورسره نوي، نوي تړونونه لاسلیک کوي.
که پرون یې ځانونه د امریکا د حلقه به ګوش غلامانو په توګه معرفي کول، نن یې ځان د پاکستان غیږې ته اچولی او د ډیورند فرضي کرښې په ډالۍ کولو سره د دې هېواد د غلامۍ تلوسه لري؛ هغه هېواد چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې یې ځانونه د هغوی سرسخت او قسم خوړلي دښمنان بلل.
که فکر کوي چې یو ځل به بیا د دې ملت پر اوږو سپاره شي او د خپلو بادارانو ګټو ته به کار وکړي؛ تېروتنه کوي، ځکه د افغانستان ملت اوس د هغوی په اصلي ماهیت تر پخوا ډیر پوه شوی، له مکر او دوکې څخه یې خبر دی، نور به دې تورو او بدنامو څهرو ته د فتنې خپرولو فرصت ورنه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.