کابل څو ورځې وړاندې د ازبکستان او پاکستان هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه و، چې د دریو هېوادونو ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د افغان ټرانس ریلپټلۍ پروژې د شونتیا څیړنې لوی او مهم تړون پکې لاسلیک شو.
د دې تړون لاسلیک د سمییز اتصال او تعامل په برخه کې لوی اقتصادي او سیاسي ګام ګڼل کیږي، د دې پروژې په نتیجه کې به د منځنۍ آسیا هېوادونه د جنوبي آسیا له هېوادونو سره وصل شي، د یادې پروژې د لاسلیک په موخه د کابل کوربه توب او د دوه ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راتګ د سیاسي او اقتصادي تعاملاتو تر څنګ سمهییز باور هم څرګندوي، یعنې سرپرست حکومت کولای شي چې له کاونډیانو او نړۍوالو سره فعالې ډیپلوماټیکې اړیکې ولري او د افغانستان موقعیت د یوه مسؤل هېواد په توګه څرګند کړي.
د افغان ټرانس ریلپټلۍ پروژه د افغانستان د اقتصاد په برخه کې یوه با ارزښته حیاتي پروژه بلل کېږي، دا پروژه د افغانستان ټرانزیټي او جیوپولیټیک موقعیت نور هم پیاوړی کوي، د دې پروژې په نتیجه کې به افغان وګړو ته زرګونه کاري فرصتونه ایجاد شي. پخوا د افغانستان له موقعیت څخه یوازې د جنګ د میدان او پردیو استخباراتي لوبو لپاره ګټه اخیستل کېده، ولې اوس د یوه ټرانزیټي مرکز او د سمهییز اتصال لپاره د یوه اساسي پول حیثیت لري.
د افغان ټرانس ریلپټلۍ پروژې د شونتیا څېړنې تړون تر لاسلیک وروسته یو شمېر بهر مېشتو مخالفینو غبرګونونه وښودل او د دغه تړون په اړه یې د عامه اذهانو د مغشوشولو هڅې وکړې. د سرپرست حکومت سیاسي مخالفین د پخوا په څېر د افغانستان د هر پرمختګ په وړاندې غبرګونونه ښکاره کوي، خو دا غبرګونونه او مخالفتونه تصادفي ندي، بلکې شعوري، تنظیم شوي او هدفمند دي.
شعوري مخالفت اصلاً په حقیقت نه وي ولاړ، بلکې د سیاسي عقدو، شخصي ناکامیو یا د پردیو اجڼډاوو د تطبیق په نتیجه کې رامنځ ته کېږي.
شعوري مخالین غواړي چې د سرپرست حکومت مشروعیت ته زیان ورسوي، د نړۍوالو او افغانانو په ذهن کې منفي تصور رامنځ ته کړي او افغانستان په خپلو مخالفتونو تل منزوي وساتي.
شعوري مخالفینو چې کله واک درلوده، د ریل پټلۍ ادارې یوازې یو سمبولیک شکل درلود او پرمختګ یې یوازې د کاغذ پر مخ وو، دا اداره اصلاً د جمهوریتي مشرانو، د پارلمان د وکیلانو او نورو زورواکو د زامنو او خپلوانو د این ټي اې معاشاتو لپاره جوړه شوې وه، د اورګاډي لارې د افغانستان تر سرحدونو را رسېدلي وو، افغانستان د سمهییز اتصال په برخه کې د یوه حایل په توګه واقع شوی و، په ټول افغانستان کې هېڅا د ریل پټلۍ ادارې په نوم هېڅ څه نه پېژندل ځکه کار نه وو ورته شوی.
د دې ادارې اړوند د حیرتانو بندر عواید عطاء محمد نور شخصي ټولول او د آقینې بندر عواید د دوستم جیب ته تلل، د سرپرست حکومت په راتګ سره افغانستان د سمهییز اتصال په برخه کې د حایل پر ځای د یوه ټرانزیټي پُل حیثیت غوره کړ، اوس د دې ادارې عواید په مکمله توګه د سرپرست حکومت بودیجې ته ټولېږي چې هر کال له دریو څخه تر څلور میلیاردو افغانیو کېږي.
خو د سرپرست حکومت مخالفین د افغانستان حقیقت ته نه تسلیمېږي او د افغانستان د پرمختګ شعوري دښمني کوي. دوی د پردیو اجنډاوو د تطبیق غوښتونکي دي او د افغانستان د ملي ګټو مخالفت کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.