د افغانستان بانک مسؤلینو د دې بانک د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پرواګرام کې ویلي، چې د تېر کال په پرتله د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۰.۷۹ سلنه لوړ شوی دی.
د دوی په خبره، د افغانستان بانک د متوازنو او معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره، توانېدلی چې د اسعارو د نوساناتو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي.
د افغانستان بانک مسؤلینو ویلي، چې تېر کال ۴ میلیارده او ۸۶۷ میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ مندرس بانکنوټونه سوځول شوي او دغه راز ۴۱ میلیارده او ۵۱۲ نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې شوي دي.