د پرځېدلي جمهوریت د پارلمان وکیل او قومي مشر ملا تره‌خېل محمدي د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاورې ترسره شوی ظالمانه تېری په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې دا ډول تېری د سولې، ګاونډیتوب او د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او هېڅ توجیه نه‌لري.

محمدي زیاته کړې، چې په دې حساسو شېبو کې له خپل هېواد د بشپړ دفاع لپاره چمتووالی لري، د خپلې اسلامي ملي اردو تر شا ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې کوي.

هغه ویلي، د وطن ساتنه زموږ د عقیدې، غیرت او ملي مسئولیت برخه ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې د پاکستان له ولسونو غوښتي چې اجازه ور نه کړي، څو د دغه هېواد د پوځ شریره کړۍ د دوه مسلمانو ګاونډیانو ترمنځ د کرکې، دښمنۍ او وېش تخم وکري.

نوموړي د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو پر حل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې جګړه، تاوتریخوالی او تیری هېڅکله پایله نه لري، خو سوله د دواړو ملتونو په خیر ده.

د پخواني جمهوریت د پارلمان غړي، ملا تره‌خېل محمدي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې لا هم د پرځېدلي جمهوري حکومت د مشر په ګډون ګڼو چارواکو پر افغان خاورې د پاکستاني رژیم د تېري پر وړاندې چوپ پاتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version