د پرځېدلي جمهوریت فتنه تر هر چا او ځای پورې رسېدلې او خوره وه، خو ښځینه قشر یې تر هر چا زیات د فتنو په لړ کې هدف ګرځولی و. امریکایانو چې کله په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره ډیموکراټ نظام جوړاوه، په نظام کې یې د مقررۍ پیل له جنګ سالارانو، ټوپکیانو، منفورو او منحوسو څهرو څخه وکړ، دا ډله خلک وار له مخې په نړۍوالو جرمونو، جنسي قضیو، قاچاقبریو، غلاوو او وژنو تورن وو. افغانانو ته د امریکایانو راوړې دې نسخې جمهوریت هم کار ور نه کړ، وروسته له شلو کلونو امریکایانو پښې سپکې کړې او جمهوریت راوپرځېده.
د نظام په رأس کې داسې خلک ګومارل شوي وو، چې له ښځو سره د ظلم په قضیو کې تورن وو، دې خلکو به د ښځو حقوق څنګه ورکړي وای!؟ امریکایانو منحوس اهداف درلودل، لپاره یې لومړی ښځینه قشر ته د حقونو تر عنوان لاندې نوي فکرونه او نظريې ورکړې، ترڅو ښځې خپله حیاء او عفت له منځه یوسي، بهر ته راووځي او په ټولنه کې داسې استعمال شي، لکه څنګه چې په غربي ټولنه کې استعمالېږي.
د جمهوریت پر مهال ښځو ته هره هغه آزادي د حقونو په نوم ورکړل شوه، له کومې آزادۍ څخه چې اسلام منع کړې ده، د جمهوریت بنسټګرانو چې څنګه غوښتل د ښځې او نارینه ترمنځ فاصله ختمه کړي او د غرب په څېر ګډ او بې سرحده ژوند محیا کړي، هماغسې یې په جمهوریت پالو عملي کړل، د ښځو د حق ورکولو په نوم یې د ښځو چارو په نوم وزارت جوړ کړ، چې د فساد او فحاشۍ یو ستر خپرونکی مرکز و. ښځو ته یې د حق ورکولو په بهانه د نارینه وو په مخ کې پر سټېج د ګډا او سندرو عام مراکز پرانیستل، ښځو ته د حق ورکولو په بهانه یې په پارلمان، ولسي جرګه، رسنیو، استازولیو، لویو غونډو او مجالسو کې د نارینه وو سره اوږه پر اوږه کېنولې.
جمهوریت د ښځو د حقونو په نوم ښځې بربنډې کړې او هغه اسلامي حجاب او پرده یې ترې لرې کړه، کومه چې اسلامي او افغاني ټولنې ورکړې وه. د وزیرانو په سطحه چارواکي په جنسي قضیو کې ښکېل وو، د پولیسو او عدلي نظام په چوکاټ کې ځانګړي څانګې جوړې شوې، چې د ښځو قضیې وڅېړي. همدغه د قضیو عارضینې به چې محاکمو ته ولاړې، هلته به تر دې په لوی امتحان کې ولوېدې، قاضيانو به د قضیې د حل په پار نورې، نورې غوښتنې ترې درلودلې، ځینو به د واده او نورو اړیکو وړاندیزونه ورته کول. په تعلیمي مراکزو کې به له استاد څخه شاګرده، چې د خپل اولاد حیثیت لري په امن نه وه، د شرم، ټولنیزو محدودیتونو او پېغور جوړېدو له امله ډېری قربانیانې چوپ پاتې کېدې.
اوس هماغه خلک له هېواد بهر د ښځو د حقونو نارې بدرګه کوي، چا چې تر هر چا ډېر د ښځو حقوق زیات تلف کړي وو، د ښځو د حقونو د تأمین لپاره یې زياتې پروژې په کار اچولې وې؛ متأسفانه هغه څوک چې د ښځو په حق کې زیات ظالم وو، هغوی اوس تر هر چا ځان ډېر د ښځو د حقونو مدافع ګڼي. ولس او درنې خویندې باید هوښيارې واوسي، ترڅو یو ځل بیا د دغه پلورل شویو ښکار ونه ګرځي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.