د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف الدین لټون وایي، چې یاد ولایت کې د اسلامي نظام د ملاتړ په موخه د علماوو غونډه پیل شوې، چې تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰ علماوو په کې ګډون کړی دی.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د علماوو مسوولیت دی چې خلکو ته حق ورسوي او پرېنږدي چې ځوانان د پردیو دسیسو او استخباراتي موخو ښکار شي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانان د نړۍ له هېڅ زورور څخه نه وېرېږي او علما د امت سرلاري دي.
ښاغلی لټون زیاتوي، چې په نننۍ غونډه کې به علماء د افغان حکومت د ملاتړ ترڅنګ د هېواد د دښمنانو پر وړاندې ولسونو ته ویناوې وکړي.


