د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې یوې عامې ولسي غونډې ته ویلي، هغه کسان چې افغانستان ته د مخدره موادو د مخنیوي او بشري حقونو د خوندیتوب په نوم راغلي وو، دلته یې د افغانانو «نسلوژنه» وکړه او د مخدره موادو د مخنیوي پر ځای یې شاوخوا څلور نیم میلیونه معتادین پرېښودل.
نوموړي ویلي، د افغان حکومت له راتګ سره د خلکو حقوق په بشپړ ډول رعایت شوي او د ده په وینا، د پخوانیو عسکرو او مجاهدینو کونډو او یتیمانو ته یو شان معاش ورکول کېږي. هغه د نظام مخالفینو ته هم خبرداری ورکړی چې د افغانستان امنیت او د خلکو ترمنځ اتفاق نه شي زیانمنولای.
په دې غونډه کې دیني عالمانو او قومي مخورو ویلي، چې ولسونو د اسلامي نظام د قیام لپاره قربانۍ ورکړي او اوس یې ملاتړ کوي. دوی له خلکو غوښتي چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی په وینا، د یووالي پر وړاندې د دښمن له تبلیغاتو څخه خبر اوسي او ویلي یې دي چې له هېواده بهر ځینې کسان د افغانستان د خلکو استازولي نه شي کولای.
قومي مشرانو له مسوولینو غوښتي چې د ګیلان-جاغوري ولسوالۍ د سړک د بیارغونې ترڅنګ د برېښنا او اوبو بندونو د جوړولو برخو کې هم لازم اقدامات وکړي.


