د پنجشېر والي، حافظ محمد آغا حکیم د یوناما د مرکزي زون د دفتر له رییس تابیتابوګوا سره کتلي.
کورنیو چارو وزارت وایي، دې لیدنه کې د دغه ولایت پر موجوده لاسته راوړنو پر ساتنې، د ثبات پر پیاوړتیا او د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو همکاریو پر جلب خبرې شوي.
ښاغلي حکیم په هېواد کې شته ثبات ته په اشارې د یوناما له استازولۍ غوښتي چې په پنجشېر کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره د نړیوالو بنسټونو او مؤسسو د همکاریو په راجلبولو کې اغېزناک رول ولوبوي.
په ورته مهال، د یوناما د مرکزي زون رییس د پنجشیر د سیمهییزې ادارې د لاسته راوړنو هرکلی کړی او د همکاری ډاډ یې ورکړی دی.
