د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له دغه ولایت څخه بهر ته د ګیلاس مېوې صادرات یو ځل بیا پیل شوي او اټکل کیږي، چې څه باندې سل ټنه تازه ګیلاس د ازبکستان، قرغزستان او روسیې بازارونو ته صادر شي.
د پنجشېر سیمهییزو مسئولینو د پاکستان له لارې هند ته د صادراتو په برخه کې شته ننګونو ته په اشارې ویلي، چې له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د پرله پسې هڅو او همغږي له لارې توانېدلي چې د سیمې نویو بازارونو ته د دغې مېوې د صادراتو ته زمینه برابره کړي.
ورته مهال د پنجشېر بڼوالو د ولایتي ادارې له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي، چې تېر کال یې د ۳۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ګیلاس پلورلي وو او سږ کال به هم قرغزستان، ازبکستان او روسیې ته د دغې مېوې صادرات د پام وړ پایله ولري.