د پوهنې وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت چارسمبالی وزیر مولوي حبیب الله اغا په یوه رسمي سفر روسیې ته روان شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوهنې چارسمبالی وزیر د پوهنې وزیرانو په دویم نړیوال څلور ورځني فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار پر لوري ولاړ.: «په ياد فورم کې به د پوهنې وزارت چارسمبالی وزیر د افغانستان د ښوونيز وضعيت، لاسته‌راوړنو، فرصتونو او ننگونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او هم به د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره ليدنې کتنې تر سره کړي.»

د پوهنې چارسمبالی وزیر داسې مهال روسیې ته ځي، چې تېره اوونۍ د کار او ټولنیزو چارو چارسمبالی وزیر عبدالمنان عمري هم روسیې ته تللی و.

تېره اوونۍ د افغانستان د استخباراتو ریاست لوی رئیس عبدالحق وثیق او د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته تللي وو.

د چارو شنونکو د افغان چارواکو دغه سفرونه د رسمیت پېژندنې لومړي پړاوونه گڼي او هیله لري چې نړۍ به ډېر ژر افغانستان په رسمیت وپېژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version