د ننگرهار ځايي چارواکي وايي، د ننگرهار امنیه قومندانۍ امنیتي او کشفي ارگانونو په جلال‌اباد ښار کې د سپین‌غر ټاور څښتن حاجي لونگ چې ۱۵ ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی، روغ رمټ د انسان تښتوونکو له منگولو ازاد کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.

د ننگرهار له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې قضیې په تړاو د یوې ښځې په گډون ۷ تنه نیول شوي، چې تر پلټنو وروسته به عدلي او قضایي ارگانونو ته وسپارل شي.

د ننگرهار مرستیال والي سعید احمد بنوري وايي، د حاجي لونگ تښتولو خبرېدو سره سم د ننگرهار والي امنیتي او کشفي ادارو ته د نوموړي د پيدا کولو او د مجرمينو د نيولو امر وکړ، چې له نېکه‌مرغه پرته له ځاني او مالي زيان څخه روغ رمټ وژغورل شو او خپلې کورنۍ غړو ته وسپارل شو.د انسان تښتوونکو له منگولو ازادي شوي تن حاجي لونگ ویلي، پينځلس ورځې وړاندې د جلال اباد ښار پينځمې ناحيې اړوند اوومې ویالې سيمه کې د ماښام لمانځه وروسته د کور پر لور روان وو چې انسان تښتوونکو له لوري وتښتول شو.

که څه هم د هېواد په گوټ ـ ګوټ کې د انسان تښتوونکو له منگولو سوداگر او شتمن کسان ازادېږي؛ خو په دې وروستیو کې د انسان تښوونې پېښې ډېرې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version