د ټولګټو وزارت لخوا د پکتیکا–زرمت سړک د اساسي رغونې چارې نن (یکشنبه، د چنګاښ ۲۳مه) پیل شوې.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، چې د دغه سړک د رغونې چارې د ټولګټو وزارت لخوا دوه خصوصي ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي.

د یاد سړک په بشپړېدو سره به د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو انتقالات چټک او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به حل شي.

د یادونې وړده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته، په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version