الجزيرې خبري شبکې د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې غزه کې د حماس غورځنګ ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې يو اسرائيلي عسکر وژل شوی، درې ټپيان دي او د يوه بل د ژوندي نيولو هڅه شوې او ښايي نيول شوی وي.
له بل لوري اسرائيلي رسنيو هم تاييد کړې، چې د حماس غورځنګ جنګيالیو د اسرائيلي عسکر د نيولو هڅه کړې ده.
دغه راز الجزيرې په يوه بل خبر کې ليکلي، چې له سهار راهيسې غزه کې درنه جګړه روانه ده او په څو چورلکو کې ټپي اسرائيلي عسکر د اسرائيلو «تل هاشومر» روغتون ته وړل شوي دي.