د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د پکتیکا په زرغون ښار ولسوالۍ کې یو تفرېحي پارک جوړوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پکتیکا د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ډلې په یاده سیمه کې سروې کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه تفرېحي پارک به گڼې اسانتیاوې ولري او د ځايي خلکو لپاره به د سیاحت په سیمه بدل شي.

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا په انگور هډې سیمه کې هم گڼې رغنیزې چارې روانې دي.

د پکتیکا د کور او ښار جوړولو رئیس محمد طاهر سیف الجهاد وايي، د انگور هډې په سیمه کې رغنیزې پروژې د پلان او شرط پاڼې مطابق سرته رسېدلي دي.: «دغه ودانیزه پروژه د انگور هډې د باربري هډې ساختماني پروژې د یو باب مسجد او اداري تعمیر دی، چې د تامیناتو د اجرا لپاره یې رغنیزې چارې له نږدې لیدلي دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version