د هېواد عدلیې وزارت وایي، تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې ۱۷۵ تقنيني اسناد، د افغان حکومت د مشرتابه له توشیح وروسته خپاره کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په یادو تقنیني سندونو کې ۷۲ فرمانونه، ۶۱ حکمونه، ۱۱ لارښوونې او لارښودونه، ۱۷ قوانین، شپږ طرزالعملونه او دوې اصولنامې شاملې دي.
وزارت زیاتوي، چې په یاده موده کې تر ټولو مهم خپاره شوي قوانین د مالي محاسبې قانون، د مبلغینو قانون، د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون، د مشاعرو د تنظیم قانون، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون، د شکایتونو اورېدلو قانون، د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون، د صنعتي ساحو قانون او د امارتي ځمکو د اجارې قانون دي.
د عدلیې وزارت وایي، چې یاد قوانین د رسمي جریدې له لارې او هم د کتابونو په بڼه چاپ شوي او برښنايي نسخې یې هم پر وېبپاڼه شته دی.
