د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم په بشپړ ډول بدلون موندلی او ډیری وخت د لویدیځو حکومتونو له خوا د سیاسي تبلیغاتي وسیلې یا د خپلو ګټو د تأمین لپاره د یوې آلې په توګه کارول کېږي.
په دې منځ کې، د مقاومت جبهه هم د خپلو لویدیځو بادارانو په څېر د ښځو د حقوقو له موضوع څخه خپل بدنامه غورځنګ ته د مشروعیت ورکولو د وسیلې په توګه کار اخلي او کله نا کله د خپلو پخوانيو شرمناکو کړنو سره، سره د ښځو د حقوقو د ملاتړ خبرې هم کوي.
په تېرو څو ورځو کې، د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول علي میثم نظري، په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پوسټ کې د افغان ښځو د حقوقو په ملاتړ د یوه پرېکړهلیک د تصویب خبر ورکړ؛ هغه پرېکړهلیک چې د هغه په وینا د فرانسې – افغانستان د دوستۍ ډلې د غړو په هڅو، د «بارتولومه لِنوار» (Bartolomé Lenoir) په مشرۍ تصویب شوی دی.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د لویدیځ ډیموکراتیکې نړۍ دریځ واقعاً د انساني ارزښتونو پر بنسټ دی او که د سیاسي ګټو تابع؟ هغه پوښتنه چې د دې لیکنې په دوام کې به یې د ځوابولو هڅه وکړو.
اصل موضوع ته له ننوتو مخکې باید ووایو چې شاید د هغو کسانو لپاره چې لا هم د مقاومت جبهې سره د صهیونیستي رژیم نږدې او صمیمي اړیکې ورته حیرانوونکې دي، جالبه وي چې هره ډله، ګوند یا غورځنګ چې له مقاومت جبهې سره متحد کېږي، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له صهیونیستي رژیم سره په اړیکه کې دی!
د بېلګې په توګه موږ ښاغلي «بارتولومه لِنوار» ته اشاره کولای شو؛ هغه څوک چې علي میثم نظري په ځانګړي ډول ترې مننه کړې او هغه یې د ښځو د حقوقو په ملاتړ د پرېکړهلیک د تصویب اصلي بنسټګر بللی دی.
نوموړي پر غزې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تېري او په دې تړانګه کې د نږدې ۷۰ زره بې ګناه انسانانو د عام وژنې په ترڅ کې، د ماشوم وژونکي رژیم پلوي کړې او په پوره بې شرمۍ یې څو ځلې له هغه څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
د فرانسې – افغانستان د دوستۍ ډلې مشر، چې په حقیقت کې باید د فرانسې – مقاومت جبهې دوستي وګڼل شي، په ښکاره یې له صهیونیستي رژیم څخه ملاتړ اعلان کړی، د نتنیاهو او د هغه د دفاع وزیر د نیولو حکم یې هم غندلی او په غزه کې د روانو واقعیتونو پر خلاف د صهیونیستي رژیم جنایتونه نسل وژنه نه ګڼي.
په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د ملاتړ د پرېکړهلیک تر شا د داسې شریرو څهرو اصلي ماهیت ته په پام سره به پوه شو چې د ډیموکراتیکې نړۍ دریځونه هم یواځې پر یوه اصل ولاړ دي او هغه له سیاسي ګټو څخه له پیروي پرته بل څه نه دي.
رښتیا هم څنګه ممکنه ده چې یو انسان، که په وجود کې یې د انسانیت یوه ذره هم پاتې وي، د زرګونو بې ګناه ښځو له وژنې او قتل څخه خوند واخلي او د هغه له عامل څخه ملاتړ اعلان کړي، خو په مقابل کې، په افغانستان کې د ښځو د حقوقو د تأمین لپاره پرېکړهلیک صادر کړي؟ په داسې حال کې چې د هغوی د ادعا پر خلاف، په افغانستان کې د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر د اسلام د سپیڅلي شریعت د لارښوونو سره سم تأمین شوي او په هیڅ معیار یې حقه حقوق تر پښو لاندې شوي نه دي.
له دې ټولو سره، سره روښانه ده چې دا ډول چلونه او تبلیغاتي حربې نه یواځې مقاومت جبهې ته مشروعیت د ورکولو کې کومه مرسته نه کوي، بلکې تر پخوا ډېر د افغانستان مسلمان ملت او د نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د هغوی درواغجنه او پرديو سره تړلې څهره رسوا کوي؛ ځکه چې خلک ښه پوهیږي هغه ډله چې لاسونه یې د بې ګناه انسانانو په وینو ککړ دي او کلونه کلونه په خیانت، مزدورۍ او د اشغالګرو په تړاو پېژندل شوي کسان، نشي کولای د ښځو د حقوقو او انساني ارزښتونو د دفاع ادعا وکړي.
په پایله کې، دا ډول اقدامات یوازې د دې جریان او د هغه د صهیونیستي او لویدیځو ملاتړو د اصلي ماهیت د افشاء کېدو لامل کېږي او دا ښیي چې د دې ټولو پرېکړه لیکونو او شعارونو تر شا، له سیاسي ګټو او استعماري لوبو پرته بل څه نشته.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.