د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دغه وزارت د وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د نمنګان ولایت والي شوکت عبدالرزاقوف په شتون کې د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ ناسته شوې.
د یاد وزارت په وینا، دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ د ۵۱۴ اعشاریه ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهليکونه لاسلیک شوي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دغه هوکړې د چرګانو فارمونو جوړولو، د سمنټو او ډبرو سکرو، د وچو مېوو او سبو صادرولو، د تېلو او خوراکي توکو وارداتو، د اسفالت، مسو او نورو توکو برخو کې شوې دي.
د ویلو ده، چې تېره ورځ لوړپوړی ازبک پلاوی د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پر لوړېدو او افغانستان کې د پانګونې پر مسائلو د خبرو لپاره کابل ته راغلی و.
