د افغانستان دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد روسیې ته په سفر کې د دغه هېواد د دفاع وزارت له مرستیال واسلي اوسماکوف سره کتلي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ پر پوځي همکاریو او د منځنۍ او سویلي اسیا د امنیتي موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي.


