د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو موټرونو د ټکر له امله یو تن مړی شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دی.
د غزني امنیې قومندان ویاند خالد سرحدي وایي، چې پېښه سهار اوه بجې د غزني ولایت اړوند “ناني” سیمه کې رامنځته شوې ده.نوموړي ویلي، چې په دغه ترافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې ټپیان پر وخت روغتون ته وړل شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
دغسې ترافیکې پېښې ډېر کله د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته کېږي، چې په موټرو کې سپرو خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.