د کابل ـ کندهار پر لویه لار په میدان ورګو ولایت کې د ترافیکې پیښې له امله درې تنه مړه او درې نور سخت ټپیان شوي دي.

د میدان ورګو ولایت د امنيه قوماندانۍ مسوولينو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې پېښه (جمعه د لیندۍ په ۱۳ مه) د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کرولا ډوله موټر او ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ټپيان د امنيتي ځواکونو له خوا د غزني ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالتونه د اندېښنې وړ بلل شویدي.

د پېښې علت د موټر چلوونکو د بې احتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی.

د يادونې ده، چې له دې وړاندې هم په یاده لار ورته پیښې رامنځ ته شوي، چې له امله یې زیات شمېر مسافرو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی، مسولین تل د داسې پیښو د رامنځ ته کیدو علتونه د ډريورانو بې احتیاطي او ګړندی سرعت بللی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version