ارغوان وطنیار
څنګه چې افغانستان تازه له جګړو وتلی دغسې خلکو سل سلنه امنیت تامین، د بازسازۍ په پروژو په ډېرې چټکۍ کارونه روان دي د تېر حکومت نیمګړې پروژې تکمیل او د نويو پروژو احداث باندې کار روان دی. نړیوالو موسساتو ته په ټول هېواد کې د فعالیت تسهیلات برابر شوي، سرمایه ګذارۍ ته د سوداګرو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې، په کابل او ټول افغانستان کې د سترو فابریکو د کار د پېل شاهدان یاستو، د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې په کمېدو ده او کاري فرصتونه مخ پر ودې روان دي، اداري تشکیلات د ټولو اداراتو په سطحه پراخ شوي او په دې سره زموږ ځوان کادرونه وطن ته په خدمت بوختیږي، د ټولو بندرونو سره نورمال ټرانزیټ روان دی، تازه له واخان سره 96 کیلومتره لاره وهل شوې او څلور کیلومتره پاتې چې موږ د يو بل اقتصادي دهلیز ور پرانیزو.
له نړۍ سره د اړیکو توازن ساتل کیږي، کورنی او بیرونی سیاست مو د هېڅ هیواد تر تاثیر لاندې نه دی په بشپړه خپلواکۍ له نړۍ سره د اړیکو او سیاستونو په تعامل کې اخته یوو.
پخوا زموږ کورنی او بیرونی سیاست د بل په لاس کې و، د حکومت د امنیتي او استخباراتي ناستو اجنډا به له مخکې افشا وه، د غونډو ګزارشونه به په مجلس کې شریکو خلکو هر یو جاسوس خپل مربوطه هیواد ته ورکاوه، ګاونډیانو او د سیمې هیوادونو خپلې استخباراتي مهرې د حکومت بدنې ته دننه کړې وې چې وخت نا وخت به یې د هغوی په فرمایشونو تصمیمونه نیول.
تجاران له هېواده په تېښته ول، هره ورځ به تجاران او د تجارانو زامن همدې مهرو اختطافول، کورنیو ته به یې ورته مړي لېږل یا به یې میلونونه ډالرو باندې دوی له اختطافګرو خپل ژوند په بیه اخیست، له سرمایه ګزارو به ونډه غوښتل کېده، یوه چارواکي به ځان په فیصدي کې ورشریک کړ بیا به یې تجار ته زمکه او د سرمایه ګذارۍ جواز ورکاوه، د حکومت قراردادونه او داوطلبیو کې هم د ونډو بازار تود و، له وطنه د ډالرو فرار هم د مافیاو لخوا کېده، تورې پیسې سپینېدې، ازاد بازار د همدې څو نفرو په لاس کې وو کله به یې اوړه شاټ کړل، کله به بوره شاټ شوه، بیا به یې نرخونه پورته کړل، د ملت څرمن به یې وایستله، د روژې په میاشت کې به یې حتی د یخ فابریکې بندې کړې، بیا به یې د یوې کوندې یخ قیمت له پنځو پینځه سوو ته ورساوه.
د دولت بستونه به د دوبۍ او اروپا په شرابخانو او قمار خانو کې پلورل کېدل، د مقررۍ معیار پیسې او ښایست و، اداراتو کې یې ښکلي نجونې ننیستلې او د دغو انجونو عفت او عصمت نه و خوندي، د غټو بستونو معیار همداو او واړه ماموریتونه د فرعوني وکیلانو په لاس کې ول، هغوی به د خپلو پلویانو او ډلو مربوط خلک په زور مقررول هغه څوک چې به د وکیل لنډغر نه وو، نه مقررېده. شریف او بې واسطې والا ظرفیتونه بېچاره ګان کراچیو ته درېدل، یا به یې جوالیتوب کاوه ځکه دولتي بستونه او د موسساتو بستونه ټولو دغسې کیسه لرله او موسساتو بیا بله فاجعه هم لرله چې یوازې ښځو ته یې زمینه سازي کوله او د جنسي تیري په بدل کې به یې مقررولې.
د افغانستان ملت په لوی عذاب کې ککړ و له یوه لوري یې جګړو ژوند تریخ کړی و او له بل لوري یې نورو ناخوالو او تراژیدو له لمن نیولی و.
اوس په دې خاورې د سولې، امن او عدالت لمر را دبره دی، همدا مافیا، اختطافګر او پردۍ استخباراتي ډلې خارج کې سیاسي مانورونه کوي چې ملت ورپورې ملنډې وهي او ملت د خدای شکر باسي چې له مسلط شوي عذابه وژغورل شول.