د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې راتلونکي ښوونیز کال ته نوي کسان جذبوي. له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حضرت ابو عبیده بن جراح(رضي الله عنه) ملي دفاعي پوهنتون ته نوي کسان جذبوي.د خبرپاڼې له مخې، نوماندان باید له دولسم ټولگي څخه په ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال کې فارغ وي او د پوهنې وزارت تایید شوې پاڼه ولري.: « د نوماند عمر باید له (۱۸ څخه تر ۲۲ کلونو) زیات یا کم نه وي، د تابعیت اصلي تذکره ولري، ښه روغتیا او قد ولري، مجرد وي، په نشه یي توکو روږدی نه وي، په سیاسي یا جنایي جرم تورن نه وي، د اسلامي امارت او ملي نظامي اکاډمۍ له ټولو نافذه قوانینو سره سم عمل کوي، د نمرو فیصدي یې باید له ۸۰٪ څخه کمې نه وي او د افسر په توگه خپل اوږد مهاله خدمت ته ژمن وي.»په خبرپاڼه کې ویل شوي، وړ نوماندان کولی چې د روان کال د کب له لومړۍ نېټې څخه د کب تر ۱۵مې نېټې پورې د خپلو اړوند قوماندانیو مرکزونو او زونونو د جلب او جذب مرکز څخه د کانکور ازموینې لپاره د داخلې فورې واخلي.:«همدارنگه څلور قطعې رنګه عکسونه چي د شا ساحه یي سپينه وي. د دولسم ټولگي شهادت پاڼه، د تذکرې رنگه کاپي د خپل اړوند ولایت د استخدام جلب او جذب قوماندانۍ ته وسپاري.»په خبرپاڼه کې ویل شوي، په ملي نظامي اکاډمۍ کې د زده کړې موده څلور کاله ده او د تحصیلي دورې له بشپړولو وروسته محصل ته دوهم بريدمن او د لېسانس سند ورکول کېږي.:«د زده کړې په جریان کې، زده کوونکو ته مناسب معاش (د تعلیمي کال له اړخه)، خواړه، قرطاسیه، د مطالعې مواد، روغتیایي خدمتونه او نور…. چمتو کېږي. د ملي نظامي اکاډمۍ زده کوونکي د خپلو زده کړو په جریان کې، د نظامي زده کړې او روزنې په برخه کې په لاندې اکاډمیکو برخو کې په ټاکل شوي مسلکونو کې د پرمختگ سربېره (سیول انجینري، حقوق، کمپیوټر ساینس، میخانیکي انجینري، اقتصاد، مدیریت او رهبري، ستراتیژیک تاريخ، نړیوالې اړیکې، انگلیسي او فرهنگ) تدریس کېږي.»په خبرپاڼه کې له ټولو هېوادوالو غوښتل شوي که په پورته شرایطو برابر وي، نو کولی چې فورمه واخلي او د ازادې سیالۍ له لارې په ازموینه کې برخه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version