د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ حماس غورځنګ او صهیونیستي اسرائیل نن پنجشنبه د دواړو لوريو ترمنځ د بندیانو درېيمه تبادله ترسره کوي چې په ترڅ کې به یې د ۱۱۰ فلسطیني وګړو په بدل کې درې اسرائیلي وګړي خوشې شي.
راپورونه وايي په ننۍ تبادله کې به حماس درې اسرائيلي وګړي اربیل یهود ۲۹ کلنه، اګام بیرګر ۱۹ کلنه او ګاډي موسیس ۸۰ کلن سړی خوشې کړي، او دغه راز به پنځه ټايلينډي وګړي هم خوشې کړي چې په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.
د يادونې وړ ده چې ترې دې وړاندې د صهيونيستي اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ د بندیانو په لومړۍ تبادله کې د درې اسراییلي وګړو په بدل کې ۹۰ فلسطیني وګړي خوشې او له خپلو کورنیو سره یو ځای شول او په دویمې تبادلې کې د اسراییلو د پوځ ۴ ښځینه پوځیانې د ۲۰۰ فلسطیني وګړو په تبادله کې خوشې شول.