رويټرز خبرې اژانس ویلي، چې د عراق په لویدیځ کې د امریکایي ځواکونو په العین اډه راکټي برید شوی او پنځه امریکايي سرتیري پکې ټپيان شوي دي.

رویټرز ویلي، امریکايي ځواکونو همداراز اډې ته نږدې اته نور راکټونه هم شنډ کړي دي. سرچینې لیکلي، له دې برید وروسته په سوریه کې د امریکايي ځواکونو التنف اډه کې هم د تیارسۍ حالت اعلان شوی او د امریکا جنګي الوتکو فضايي څار پیل کړی دی.

دغه بریدونه وروسته له هغې کېږي چې تهران کې د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو کړکېچونو اندېښنه ښودلې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version