د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په گډون د ټولو ولایتونو لپاره د راتلونکې روژې په خاطر کاري مهال‌وېش اعلان کړی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کار پیل به د سهار په ۹ بجو کېږي او د ماسپښين په دوو بجو به ختمېږي.

د پنجشبې په ورځ به هم د نورو ورځو په شان کاري وخت تر دوو بجو پورې وي.:«تولیدي او خدماتي موسسات، په دایمه توگه فعالې برخې، نشراتي، روغتیايي، ښوونیز او د لوړو زده‌کړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهالوېشونه تنظیم کړي.»

د افغانستان سترې محکمې تر اوسه اعلان نه دی کړی، چې راتلونکې روژه کله ده.

خو د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې به سبا دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version