افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان د نړیوالو تخنیکي پروژو مسوول او سفارتي استازو ترمنځ د نورالجهاد سب سټېشن او د برېښنا رالېږد پراختیايي پروژې په اړه گډه ناسته کړې ده.
له یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې ناسته کې د اړتیا وړ تجهیزاتو رالېږد، د پروژې پاتې چارو بشپړولو لپاره د مودې غځولو، کاري بهیر چټکتیا او د بشپړو شوو برخو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.: «ټاکل شوې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي څانگو تر منځ له تخنیکي بحثونو وروسته وروستۍ پایله له ترکمن لوري سره شریکه او د یادو مواردو په اړه به گډ پروتوکول چمتو او لاسلیک شي.»
د افغانستان اوسنۍ برېښنا تر ډېره وارداتي ده، چې له تاجېکستان، ترکمنستان او ازبېکستان څخه وارد شوې ده.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي چې له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه د برېښنا په برخه کې اړتیاوې پوره کړي او خلکو ته حد اقل په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ برېښنا برابره کړي.