د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معینیت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د هېواد د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت د تأمین قرارداد لاسلیک شو.
خبرپاڼه زیاتوي، د یاد قرارداد له مخې، د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ به د خپلو مسلکي او روزل شویو امنیتي ساتونکو له لارې د مس عینک کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د شبرغان–مزار د ګازو نللیکې او د آمو سیند پروژې امنیت تأمین کړي، ترڅو د دغو ستراتیژیکو اقتصادي پروژو چارې په خوندي او ډاډمن چاپېریال کې پرمخ ولاړې شي.
د خبرپاڼې له مخې، د قرارداد د لاسلیک مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ معین، مولوي سعیدالله حماس او د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو معین، شیخ عبدالرحمن قانت، ګډون کړی و او قرارداد یې لاسلیک کړی.


