رویټرز خبر ورکړی، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګیي د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې له خپل هندي سیال سبرامنیم جای شنکر سره په لیدنه کې له نوي ډیلي سره د اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې حساسو مسئلو د مناسب حل لپاره د بیجینګ پر چمتووالي ټینګار کړی.
وانګیي ویلي، چین او هند باید خپلې اړیکې د متقابل احترام، باور او ګډې پراختیا پر بنسټ لا پیاوړې کړي. هغه همدارنګه د بریکس (BRICS) ډلې په چوکاټ کې د همغږۍ پر زیاتوالي او د مخ پر ودې هېوادونو د ګډو ګټو پر خوندي کولو هم ټینګار وکړ.
په مقابل کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جيشنکر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو د سولې او ثبات، عادلانه سوداګرۍ، متوازن اقتصادي اړیکو او باوري اکمالاتي ځنځیرونو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلې یې دي، چې د عادي اړیکو لپاره د پولې ارامي بنسټیز شرط دی.


