وحیدالدین حیدر
کومه ورځ چې رسول اکرم صل الله علیه وسلم د حديبې تړون لاسلیک کړ، خدای تعالی جل جلاله همدا تړون د فتحې تړون یاد کړ او د فتحې ایاتونه را نازل شول ( إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا) چې د همدې تړون له برکته مسلمانانو مکې شریفې ته ازادانه تګ راتګ پېل کړ، مسلمانو سوداګرو تر قریشو ښه سودا بازار ته عرضه کوله او په نازلترین نرخ به یې پلورل، قریشو به بې کیفیته او خرابه سودا راوړله، قسمونه به یې پرې کول په معاملاتو کې به یې سود او درواغ ویل، مګر مسلمان سوداګر رښتیني ول، درواغ یې نه ویل، د سود کاروبار یې نه کاوه، ښه او بهترین جنس، مالونه او سوداګانې به یې له نورو ځایونو راوړلې، هماغه وو چې ډلې ډلې خلک اسلام ته رامات شول او خدای جل جلاله وفرمایل (اذا جاء نصرالله والفتح و رایت الناس یدخلون فی دین الله افواجا)
څلور کاله وړاندې 2020 م کال د حوت میاشتې په لسمه د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر مینځ، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د نږدې ۶۰ هیوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو.
زموږ مؤمن او مجاهد ولس د لوی الله جل جلاله په نصرت سره د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې مقدس جهاد ته تر هغو دوام ورکړ ترڅو خپله جهادي مبارزه د بریا په مسیر برابره کړي.د الله تعالی خاص نصرت، د مجاهدینو او مظلوم ولس سرښندني او د حوت لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او آزادي ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شو.
د خدای جل جلاله د دې عظیم نصرت او د ملت بې دریغه قربانۍ وې چې د افغانستان متدین ملت یې له چاپو، زندانونو، وژنو او رټلو خلاص کړ. خدای جل جلاله فرمايي چې تاسې زما په نعمتونو شکر وکاږﺉ چې زه پر تاسې پریماني راولم.
ازادي د خدای له ټولو نعمتو ستر نعمت دی، موږ ته بویه چې د خدای جل جلاله د ازادۍ په دې عظیم نعمت شکر وباسو، شکرانه یې همدا ده چې عالم، طالب العلم، معلم، استاد، قاضي، والي، وزیر، دوکاندار نر او ښځه، لوی او ووړ د خپل د نظام تر شاه ودریږو، دا نظام خپل وګڼو، ګټه او تاوان یې خپل وګڼو، د نظام داخل خلک له وزیر تر ملازم باید ملت او مراجعینو سره په انساني اخلاقو برخود وکړو، په دې سوچه اسلامي نظام کې له ظلم بې عدالتیو، غبن او خیانت څخه لیرې وتښتو او دا شیان د کفر معادل ګناه وګڼو.
د هیواد د نومياليو او ګمنامو سپاهیانو د وینو خیال وساتو، د هغوی یتیمان د خپل د کور یتیمان وګڼو او دا په حقیقت کې زموږ یتیمان دي، د دوی کونډو، بورو مېندو، ورارو خویندو او بې سایې پلرونو داد ته ورسیږو، دوی باید د قدر او درناوي مستحق وي، چې لله الحمد دا تصور د اسلامي نظام په اداراتو کې شته.
د کب لسمه دې زموږ شهداو، د دوی یتیمانو او د دوی کورنیو ته نیکمرغه وي، دا ورځ دې د سرښندونکو معلولو مجاهدینو ته بختوره وي، یقینا تاریخ به ستاسې کارنامې د طلا په اوبو ولیکي. ان شاءالله