د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، د دې ادارې تخنیکي پلاوي د کندهار ـ سپین بولدک ترمنځ د اوسپنې پټلۍ لومړۍ سروې په بریالیتوب سره کړې ده.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د اوسپنې پټلۍ ادارې د کندهار ځايي چارواکو سره په یاده موضوع مفصل بحثونه کړي او د لومړۍ سروې په باب یې معلومات ورکړي دي.:«د دې مسير د ابتدايي سروې تر بشپړولو وروسته به په نږدې راتلونکي کې د ياد مسير ډيټيل سروې، ډېزاين او عملاً ساختماني چارو پيل کېدو ته لاره هواره شي.»
د کندهار-سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ پروژه ټولټال ۹۶ کيلومتره اوږدوالی لري، چې کندهار ښار له سپین بولدک ولسوالۍ سره نښلوي او بیا په چمن کې د پاکستان له اوسپنې پټلۍ شبکې سره نښلول کېږي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په نږدې وخت کې به د افغانستان گڼ ولایتونه د اوسپنې پټلۍ سره ونښلول شوي، چې ورسره به په سوداگریزو راکړو ورکړو کې سوداگرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې شي.
افغانستان اوسمهال له ترکمنستان او ایران سره د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلول شوی او په یادو لاره هره اوونۍ زرگونه ټنه سوداگریز توکي وارد او صادرېږي.