د یمن د حوثي وسله‌والو پوځي ویاند جنرال یحیی سریع ویلي چې، وسله‌والو ځواکونو یې د اسرائیلو پر بن‌ګورین هوایي ډګر توغندیز برید کړی.

نوموړي وړاندې ویلي چې، د دوی سمندري ځواکونو همداراز سره بحیره کې د امریکا پر ترومن الوتکه لېږدوونکې بېړۍ هم ډرون بریدونه کړي.

سریع په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې، د یمن حوثي وسله‌وال د فلسطین او په ځانګړي ډول د غزې مسلمانانو په ننګه وخت ناوخت پر امریکایي او اسرائیلي اهدافو ډرون او هوایي بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version