د راپورونو له‌مخې، د ‏یمن حوثي وسله‌والې ډلې پر اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) بالسټیک توغندي توغولي، چې له امله یې د اسرائیلو په سویلي سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

تر اوسه د دې برید له امله د کوم زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

پر اشغال شوي فلسطین د حوثیانو دا برید په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو ورځې وړاندې د دې ډلې سیاسي شوری، د غزې په ملاتړ د صهیونیستي رژیم پر ضد د خپلو بریدونو د دوام‌ خبر ورکړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version