Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې
    تورې څېرې

    د یوه قومندان توره څهره؛ د اسماعیل خان پټ ژوند او کړنې

    صابر افغانصابر افغان24 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    هرات د کورنۍ جګړې په منګولو کې:

    د شوروي پر وړاندې د جهاد په دوران او د ورانوونکو کورنیو جګړو پر مهال، د افغانستان هغه جنګ سالاران چې له ریښتینو مجاهدینو سره په یو صف کې وو. دوی خپل اولادونه او بچیان له جګړو او هغو میدانونه لیرې ساتل، کوم چې د دې خاورې د غولول شویو ځوانانو په وینو سره شوي وو.

    د کمونیستانو په وړاندې د افغان ملت له بریا او د شورویانو تر ماتې وروسته، تش په نوم جهادي مشرانو ډیری خلک په بېلابېلو شعارونو وغولول او د خپلو شخصي جګړو او دښمنیو لپاره یې د سونګ توکو په توګه کارول، خپل زامن او لوڼې یې د دې مظلوم ملت په پیسو د زده کړو یا عیش او نوش لپاره بهر ته لیږل.

    اسماعیل خان هم په دې برخه کې له نورو جنګ سالارانو استثنا نه و، هغه وخت چې هرات د اسماعیل خان د جګړو له امله په اور او لمبو کې سوځېده، مشر زوی یې میرویس صادق په فرانسه کې د دې خاورې د خلکو له ستونزو او دردونو لیرې، په زده کړو بوخت و.

    د بُن په کنفرانس کې چې جنګ سالارانو د خپلو غربي بادارانو د ګټو د خونديتوب لپاره د وفادارۍ لوړه وکړه او په بې ګناه وینو له سرو لاسونو سره یو ځل بیا د واک پر ګدۍ کښېناستل، میرویس صادق په دې بدمرغه مجلس کې د خپل جګړه مار پلار په استازیتوب ګډون وکړ، په پایله کې یې په موقت حکومت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څوکۍ ترلاسه کړه.

    هغه د انتقالي دولت پر مهال د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په میاشت کې د هوايي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو او د ۱۳۸۲ کال د غبرګولي تر ۲۲مې نیټې او وژل کېدو پورې، په حکومت کې نفوذ لرونکی او واکمنې حلقې ته نږدې کس پاتې شو، د خپل پلار، اسماعیل خان د سیاسي دریځ په ټینګولو کې یې فعال رول لوباوه.

    د میرویس صادق تر وژل کېدو وروسته، د هرات ښار په چټکۍ سره یو کړکیچن حالت ته ورننوت، د اسماعیل خان د ځواکونو او د هرات د ١٧مې فرقې د قومندان ظاهر نایب زاده د ځواکونو تر منځ سختې جګړې پیل شوې؛ هغه کس چې ادعا کېده د صادق د ترور مسوولیت یې په غاړه و.

    د میرویس صادق د ترور د خبر تر خپرېدو وروسته، د هرات ښار نظامي بڼه خپله کړه، بازارونه وتړل شول او د دې سیمې ځورېدلو خلکو خپلو کورونو ته پناه یووړه؛ ګني د هرات خلکو باید د جنګ سالارانو او د دوی د کورنۍ د غړو د شخصي دښمنیو تاوان پرې کړی وای.

    شخړه د ماسپښین په ۴ بجو د اسماعیل خان د جګړه مارو او د ښار د ١٧مې فرقې د ځواکونو تر منځ په سپکو او درنو وسلو سره پیل شوه. دا جګړه د درنو مالي زیانونو تر اوښتو او له ۱۰۰ څخه د زیاتو کسانو له وژل کېدو وروسته، د مرکزي حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

    اسماعیل خان په داسې حال کې چې ځان یې د مجاهدینو امیر باله او همېشه یې په خپلو ویناوو کې د جهاد د مبارزینو د قربانیو او سرښندنو یادونه کوله، خو په عمل کې یې د شهیدانو قبرونو او د هغوی کورنیو ته لږه پاملرنه هم نه کوله.

    د هرات د نوم ورکو شهیدانو هدیره د دې ادعا یو څرګند ثبوت دی؛ داسې چې کلونه کلونه له پاملرنې پرته له خاورو او کثافاتو ډکه پریښودل شوې وه. ډیرو کورنیو د ساده قبرونو د جوړولو لپاره هم باید له خپل جېب څخه پیسې لګولې وای.

    خو د میرویس صادق مزار د مرمرو له ډبرو، لویې ګنبدې، لوړو دیوالونو، بریښنا، باغچې او حتی له ساتونکو سره جوړ شو، د بیت المال څو جریبه ځمکه یې غصب کړه او ډیر ښکلی مزار یې ورباندې جوړ کړ. د هرات د لسګونو اوسیدونکو قبرونه یې هغه باغ ته د سړک د تېرولو لپاره چې زوی یې هلته خښ شوی و، ویجاړ کړل.

    د ځینو په وینا د میرویس صادق هدیرې نږدې یو میلیون ډالر لګښت درلود، هغه هم د اسماعیل خان له شخصي جیب څخه نه، بلکې د هغه ملت له بیت المال څخه چې د شپې ډوډۍ یې نه درلوده.

    په دې توګه د هرات خلک د عدالت او آرامۍ لیدلو پر ځای، د هغو جنګ سالارانو د قدرت او ځان غوښتنې قرباني شول چې د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د جهاد له نوم څخه استفاده کړه. دې تش په نوم مشرانو د خلکو د خدمت پر ځای، د هغوی ژوند او آرام د خپلو غوښتنو قرباني کړل او د ملت په پخوانیو زخمونو یې نورې مالګې هم وپاشلې.

    ادامه لري…

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې د یوه سل بستریز روغتون د جوړولو لپاره بودجه منظوره شوه
    راتلونکي مقاله ‏امنیتي ځواکونو پکتیا کې ۱۲ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

    مربوطه لیکنې

    بدنام او منفور دوستم؛ د افغانستان د راتلونکي لپاره د مسعود انتخاب

    20 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جولای 2026

    د ایرانیو د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: د ایران د شتمنیو ضبطول به خطرناک نړیوال دود رامنځته کړي

    د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د…

    امریکا له اسرائیل غوښتي چې له ایران سره په روانه جګړه کې ګډون ونه کړي

    24 جولای 2026

    ډونالډ ټرمپ ویلي، د بېړیو د زیانونو جبران به له ایراني شتمنیو ورکول کېږي

    24 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایرانیو د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي: د ایران د شتمنیو ضبطول به خطرناک نړیوال دود رامنځته کړي

    24 جولای 2026

    امریکا له اسرائیل غوښتي چې له ایران سره په روانه جګړه کې ګډون ونه کړي

    24 جولای 2026

    ډونالډ ټرمپ ویلي، د بېړیو د زیانونو جبران به له ایراني شتمنیو ورکول کېږي

    24 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.