د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې اړوند د پروان ولايت ٢١٠٢ پلې لواء ځواکونو د دغه ولایت «شیخ العلي» ولسوالۍ خاک علي سیمه کې د درنو وسلو لسګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړي.

د یادې لواء رسنیز دفتر هندوکش‌غږ ته ویلي، چې په ترلاسه شویو مهماتو کې ۴۰ فیره د هاوان مرمۍ، ۴۷ فیره د زیکویک او څلور د نارنجک مرمۍ شاملې دي.

د سرچینې په خبره، یاد مهمات له یوه ویجاړ شوي کور څخه ترلاسه شوي؛ خو په تړاو یې څوک نه‌دي نیول شوي.

د پروان پلې لواء مسئولینو ډاډ ورکړی، چې دفاعي ځواکونه تل په‌دې هڅه کې دي چې ډاډمن چاپېریال برابر او غیر قانوني ځای پرځای شوي نظامي توکي کشف او ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version