د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې ۲۰۵ تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، یاده کړنه د اسلامي مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي تر څو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

وزارت زیاتوي، چې تر دې وړاندې د کندوز، جوزجان، هرات، فاریاب، سمنګان، غزني او بدخشان ولایتونو محتسبینو هم څه باندې زر تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version