کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، چې د دلوې له ۲۶ مې نېټې سره برابره ده، د شوروي اتحاد د ماتې د ۳۷ مې کليزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
ياد وزارت ويلي، چې دا ورځ د افغان حکومت په رسمي کاليزې يا جنترۍ کې عمومي رخصتي ګڼل شوې ده.
ياده دې وي، چې ۳۷ کاله وړاندې د دلوې په ۲۶ مه د شوروي اتحاد ځواکونه د افغان مجاهدينو په لاس له ماتې سره مخامخ شو او له افغانستانه وتښتېدل.
