نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران جګړې او هرمز تنګي تړل کېدو ټوله جنوبي آسیا له بحران سره مخ کړې ده.
د راپور له مخې، دا مهال د منځني ختیځ د کړکېچ له امله هند، پاکستان، بنګله دېش، نیپال او سرېلنکا د انرژۍ او سونګ توکو د بیو له لوړوالي سره مخ دي.
په راپور کې د چارو د شنونکو له قوله راغلي، چې د جنوبي اسیا هېوادونو د انرژۍ سېسټمونه د خلیج د تېلو سره تړلي دي او کله چې د هرمز تنګي شاوخوا کړکېچ رامنځته شي، اقتصادي اغېزې یې په یادو هېوادونو کې د سلګونه میلیونه کسانو ژوند اغېزمنوي.
