د ایران حکومت اعلان کړی، چې له روسیې سره یې د ۲۵ میلیارده ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې روسي شرکت «روس‌اټم» د ایران هرمزګان ولایت کې څلور نوي اټومي برښنا کوټونه جوړوي.

د ایران دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، دا پروژه به د «سیریک» سیمې په ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې پلي شي، چې د هر برښنا کوټ تولیدي ظرفیت به ۱۲۲۵ میګاواټه او ټولیز ظرفیت به یې ۵۰۲۰ میګاواټه وي.

د ویلو ده، چې ایران دا مهال د زر میګاواټو په تولیدي ظرفیت یوازې یو فعال اټومي برښنا کوټ لري، چې د ایران بوشهر ښار کې موقعیت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version