رويټرز خبري اژانس د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین له قوله ليکي چې نوموړي امر کړی چې د دغه هېواد د پوځ شمېر دې له ۱۸۰ زرو، ۱ اعشاریه ۵ میلیونو ته لوړ شي.

د رویټرز راپور همدا راز د کرملین ماڼۍ له لوري د خپاره شوي فرمان پر بنسټ زياتوي چې، د روسیې ټول وسله وال ځواک دې ۲ اعشاریه ۳۸ میلیون ته لوړ شي چې یو نیم میلیون پکې باید یوازې سرتېري وي.

راپور کې همدا راز راغلي چې که روسیه د پوځ شمېر یو نیم میلیون ته لوړ کړي نو دا به له چین وروسته د نړۍ په لوړ شمېر پوځ وګڼل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version