د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې به د مالګې کان له کېندنې سره د مالګې په برخه کې په کوردننه اړتیاوې پوره شي.

د ياد رياست مسوولین همدارنګه زياتوي چې، دا مهال په افغانستان کې د مالګې ۲۵۰ کانونه فعال دي او د مالګې د استخراج په برخه کې سلګونه کسان هم پر کار بوخت دي.

د دوی په خبره، د غوریان د مالګې کان ۱۱ هکتاره مساحت لري او کولای شي د مالګې په برخه کې د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو روروسته د کانونو د قاچاق مخه نيول شوې او په قانوني او مسلکي ډول را ايستل کېږي او ترلاسه شوي عوايد یې د دولت خزانې ته جمع کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version