د روسیې TASS خبري اژانس راپور ورکړی چې دونیڅک کې مهم ښارګوټی «سلیدوو» د سه شنبې په ورځ د روسیې ځواکونو لهخوا نېول شوی.
د راپورونو له مخې دغه ښار څه موده وړاندې سېمه کې له جګړې وروسته د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورغلی وو.
روسي پوځي چارواکي هغه وخت ویلي وو چې سلیدوو به د اوکراین پوځ لپاره پر هدیرې بدل کړي او سخت به یې وځپي.
روسیه وايي، د سلیدوف په کنټرولولو سره کولای شي د اوکراین یو له مهمو ستراتیژیکو نقطو پوکروفسک ته په اسانۍ لاسرسی ومومي.