روسي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپورونه خپاره کړي، چې د اوکراین هېواد د اودیوکا ښار یې د ډیر وخت محاصرې وروسته په مکمل ډول نیولی او اوکرایني ځواکونه یې په شاه تمبولي دي.د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغو سرتېرو ته مبارکي ویلې، چې دغه ښار یې نیولی دی.د دغه ښار سقوط په وروستیو میاشتو کې د روسیې له پاره تر ټولو ستره بریا ده.بل لور ته اوکراین هم اعلان کړی، چې د خپلو پوځيانو د ژوند د ژغورلو له پاره يې د اوکراين په ختيځ کې له اوديوکا ښار، چې له څو مياشتو راهيسې د روسي ځواکونو له خوا کلابند و، خپل ټول ځواکونه ويستلې دي.د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي وویلي، چې د خپلو سرتېرو د ژوند ژغورلو په خاطر یې له دغه ښاره د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده.د اوکراین ولسمشر د دغه ښار د سقوط پړه له لویدېځه د وسلو په رسولو کې ځنډ بللی دی.اخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د خپل هېواد کانګرس د روسیې په لاس د اوکرایین د اوديوکا ښار په سقوط کې پړ بللی دی.بایډن له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلېنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل: ” د واشنګټن ژر نه اقدام د دې لامل شوی، چې اوکرایني ځواکونه کافي مهمات ونه لري”جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره له دې ټیلیفوني خبرو وروسته وویل، باورمن دی چې کانګرس به یوه هوښیارانه پرېکړه وکړي.نوموړي په خپلو خبرو کې له اوکراین سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د خپل هېواد له سیاستوالو وغوښتل، چې “کییف” ته د پوځي مرستې هغه کڅوړه تصویب کړي، چې د جمهوري غوښتونکو لخوا بنده شوې ده.تر دې مخکې د امریکا مرستیالې ولسمشرې “کماله هرېس” د “مونیخ” په امنیتي کنفرانس کې ویلي و، چې واشنګټن باید د اوکراین پر سر سیاسي لوبې ونه کړي.د اوکراین په ختیځ کې اوديوکا ښار، چې د نېول شوي “دونیتڅک” سیمې د ننوتلو دروازه بلل کېږي، له څو میاشتو راهیسې د سختو جګړو ډګر و او نژدې په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.د دې ښار ټول نفوس شاوخوا ۳۰٫۰۰۰ تنو ته رسېږي، د دغه ښار ټول اوسېدونکي د جګړې له پیله وړاندې له دې ښاره وتلي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version