د روسیې د خرسون ولایت چارواکو ویلي، چې اوکرایني ډرون الوتکو پر یوه هوټل برید کړی، چې په پایله کې یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
برید د خرسون ولایت په «خورلي» تفریحي سیمه کې د نوي میلادي کال د پیل په شپه د درېیو ډرونونو په مرسته ترسره شوی.
د خرسون والي ولادیمیر دا برید قصدي بللی او ویلي یې دي، چې د پېښې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.
اوکرایني چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نهدي ويلي.
