رويټرز راپور ورکړی، چې روسیې او بیلاروس د «زاپاد-۲۰۲۵» تر نوم لاندې ستر دفاعي تمرین د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۶مې ترسره کړ، چې شاوخوا ۱۰۰ زره سرتېرو، بم‌ غورځوونکو الوتکو او سمندري ځواکونو پکې ګډون درلوده.

سرچينه وايي، د روسیې ولسمشر له دغو تمرینونو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا تمرین یوازې دفاعي موخې لري او د دواړو هېوادونو د حاکمیت د خونديتوب لپاره ترسره شو.

له بل لوري بيا د روسیې دفاع وزارت هم ډاډ ورکړی، چې تمرینونه د نړیوالو اصولو له مخې ترسره کړي دي او چاته د ګواښ او خطر پېښولو په معنا نه دي.

د پوځي چارو نړيوالو کارپوهانو بيا د روسیې او بلاروس دا اقدام د اوسني کړکیچن وضعیت په جریان کې ناټو ته مستقیم خبرداری او ګواښ بللی دی.

ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د روسیې بې پيلوټه الوتکې پر اوکراين د بريد پرمهال د ناټو غړي پولنډ هېواد هوايي حريم ته ننوتي او هغوی راغورځولې وې، چې دې کار د امريکا په ګډون د ناټو د غړو هېوادونو غوصه راپارولې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version