د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت، خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د څهباندې ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پراختیايي پروژو چارې پيل شوې.
د یاد وزارت په وینا، په دغو پروژو کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال او سربند جوړول شامل دي، چې د کار په جریان کې به یې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه ننګرهار ولایت کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او پنجشیر کې بیا د لسګونه نورو پروژو چارې بشپړې شوې دي.