د روسيې ټاس خبري اژانس وايي د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت پرون سې شنبه اعلان کړی چې پر ۱۳۱ اسټرالیایي اتباعو یې بندیزونه لګولي او هغوی یې روسیې ته له سفر کولو منع کړي دي.
راپور همدا راز زياتوي چې د روسیې له خوا په دغو بندیزونو کې د اسټرالیا د دفاعي صنایعو استازي، خبریالان او نورې عامې څېرې چې مسکو هغوی د “روسیې ضد اجنډا” په خپراوي تورن کړي، په نښه شوي دي.
دغه بندیزونه د اسټرالیا هغه مخکېني اقدام ته د مسکو مستقیم ځواب دی، چې پر یوشمېر روسي شرکتونو، ادارو او افرادو یې بندیزونه لګولي وه.
پر دې سربېره روسیې د نیوزیلند د دفاع وزارت د درېیو مرستیالانو په ګډون د دې وزارت پر ۹ چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.