په اسلام‌اباد کې د افغانستان سرپرست سفیر، د اسلام‌اباد د سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټېټیوټ کې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي اړیکو، فرصتونو او ننګونو خبرې شوي دي.

د دغه سفارت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، نوموړي د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي اړیکو خبرې کړي او اندېښنه یې ښودلې چې، وخت ناوخته د دروازو بندېدل، د سوداګرۍ په تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزې او له پاکستاني لوري اقدامات پر دغو اړیکو منفي اغېزې کوي چې، زیان یې نه یوازې دواړو حکومتونو؛ بلکې د کرښې دواړو غاړو کې مېشتو خلکو ته رسېږي.

د يادونې وړ ده چې وخت ناوخت پاکستان د افغانستان د مېوو او سبزيجاتو په موسم کې تجارتي دروازې تړي او په يوه نيمه پلمه افغان سوداګرو ته زيان اړوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version