د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې په روان ژمي کې ۲۸۶زره کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي دي.یاد سازمان ویلي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ژمي له پیل راهیسې د تنفسي ناروغانو شمېر ډېر شوی دی. یاد سازمان په خپلې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ۲۸۶زره کسانو له ډلې ۶۶۸ تنه مړه شوي، چې گڼ شمېر کې ماشومان دي.د خبرپاڼې له مخې، په تنفسي ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۶۳سلنه یې له پینځه کلونو کم عمره ماشومان او نږدې ۵۰ سلنه یې ښځې دي.د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم مني چې په روان ژمي کې د نورو کلونو په پرتله د تنفسي ناروغیو شمېر ډېر شوی و. د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په روان کال کې له دغه وزارت سره دوه اعشاریه ۹ مېلیونه کسان تنفسي ناروغان ثبت شوي.د تنفسي ناروغیو د نورو لاملونو ترڅنگ په سږني ژمي کې د ورښتونو او واورو کم ورېدل او د کابل په گډون د گڼو ولایتونو د هوا ککړوالی دی.سږ کال د نورو کلونو په پرتله د کابل په گډون واورې او ورښتونه کم وشول، چې د تنفسي ناروغیو ترڅنگ یې لا هم د سختې وچکالۍ وېره پر خپل ځای پرې اېښې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version